افغانستان
په افغانستان کې د مخابراتي شبکو پوښښ ۸۰-۸۵٪
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي اعلان وکړ چې اوس مهال په ټول هیواد کې ۲۶ ملیونه فعال سیم کارتونه شتون لري او د افغانستان د جغرافیې شاوخوا ۸۰-۸۵٪ د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې ده.
هغه زیاته کړه چې په تیرو څلورو کلونو کې، د مخابراتو وزارت ۵۵۰ مخابراتي سایټونه پلان کړي دي، چې له دې جملې څخه له ۱۲۰ څخه ډیر سایټونه فعال شوي دي.
الکوزي وویل چې مخابراتي شرکتونو په مختلفو ولایتونو کې ۱۰۵۰ نوي سایټونه هم نصب او فعال کړي دي.
پدې موده کې، د مخابراتو وزارت د شبکې پوښښ پراخ کړی دی، په هغو لرې پرتو سیمو تمرکز کوي چې د تیرو دوو لسیزو راهیسې مخابراتي خدمات نلري.








