امریکا او هند د ۱۰ کلن دفاعي چوکاټ تړون لاسلیک کړ
امریکا او هند د ۱۰ کلن دفاعي چوکاټ تړون لاسلیک کړ، چې د سیمه ییز ثبات او مخنیوي بنسټ بلل کیږي.
د رویټرز په وینا، د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د جمعې په ورځ (۲۶ نومبر ۲۰۱۵) د هند د دفاع وزیر راج ناتھ سینګ سره له لیدنې وروسته دا تړون اعلان کړ.
هیګسیټ په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: “ما د هند د دفاع وزیر سره د متحده ایالاتو او هند ترمنځ د ۱۰ کلن دفاعي چوکاټ تړون لاسلیک کړ.”
چوکاټ په پراخه همغږۍ، د معلوماتو شریکولو او ټیکنالوژۍ همکارۍ تمرکز کوي او د سیمه ییزو ننګونو، په ځانګړې توګه د چین له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د دواړو هیوادونو د هڅو یوه برخه ده.
دا تړون، چې په مالیزیا کې د آسیان د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې پای ته ورسید، د وسلو پلور، ګډ تمرینات او د دفاعي ټیکنالوژیو پراختیا باندې ټینګار کوي.
دا اقدام د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لاندې د واشنګټن او نوي ډیلي دفاعي اړیکې پیاوړې کوي او تمه کیږي چې د هند په سمندر کې د دوه اړخیز دفاعي سوداګرۍ او ثبات زیاتولو کې مرسته وکړي.








