افغانستان
		
	
	
د افغان سرې میاشتې ټولنې په کونړ کې بزګرانو ته ۲۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وویشله
د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې یې ۱۰۰۰ بزګرانو ته ۲۵ میلیونه افغانۍ ویشلې دي.
د ټولنې په وینا، دا نغدي مرسته د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د کرنیزو تولیداتو د کچې د لوړوالي په هدف شوې ده.
همدارنګه، پرون د کونړ ولایت په مرۍ ولسوالۍ کې، ۱۸.۷۵ میلیونه افغانۍ د وچکالۍ څخه اغیزمنو ۷۵۰ کورنیو ته وویشل شوې.
دا اقدامات د کلیوالي ټولنو د ملاتړ او د هیواد په ختیځو سیمو کې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ د اغیزو سره د مبارزې لپاره ترسره شوي دي.
د افغان سرې میاشتې ټولنې ټینګار وکړ چې ورته پروګرامونه به په نورو ولایتونو کې هم دوام ومومي.








