افغانستان
په بلخ کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په جرم د ۳۹ دوره تعزيري سزا ورکول شوه
سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړ چې د چهارشنبې په ورځ ( ۸ لړم ۱۴۰۴)، د سترې محکمې له تصویب وروسته، د بلخ ولایت په ابتدایه محکمه کې د الکولي مشروباتو د لېږد په جرم کې د ۳۹ دره تعزيري سزا ورکړل شوه.
د دې راپور پر بنسټ، دا سزا د قضايي چارواکو، اداري چارواکو، وکیلانو او خلکو په حضور کې پلي شوه.
د محکمې مشر د شرعي قانون په پلي کولو، د فساد له منځه وړلو او قضايي عدالت باندې ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د رشوت په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.








