افغانستان

په یوه میاشت کې ۴۹۳۰۰۰ ټنه توکي د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې لیږدول شوي

د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې په تیره میاشت کې د هیواد د ریل پټلۍ له لارې ۴۹۳۵۰۷ میټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.

د وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وویل چې دا لیږدونه د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او خواف-هرات لارو له لارې ترسره شوي دي.

د توکو د لیږد دا لوړ حجم د افغانستان په بهرني سوداګرۍ کې د ریل پټلۍ د زیاتیدونکي رول او د سیمه ایزې اړیکې پیاوړتیا په ګوته کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button