افغانستانسیمه

د ایکو غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه په تهران کې د یوه افغان استازي په شتون سره پیل شوه

د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د سې شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۸مه) د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په شتون سره د تهران په اسلامي کنفرانسونو تالار کې پیل شوه.

دا غونډه د ۱۵ کلونو وقفې وروسته ترسره کېږي، چې موخه یې له ګاونډیو هېوادونو سره د سیمه ییزې همکارۍ تعامل او پراختیا ده.

د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، ترکیې، ازبکستان او ایران وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو، د ایکو عمومي منشي، د عمان د کورنیو چارو وزیر او د عراق د کورنیو چارو مرستیال وزیر د ځانګړو میلمنو په توګه په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د امنیت او قانون پلي کولو مسلو سربیره، غونډه به د سرحدي ډیپلوماسۍ مسلو، اقتصادي همکارۍ، د طبیعي بحرانونو او وباګانو مدیریت، او په سیمه ییز اقتصادي پراختیا کې د کورنیو چارو وزارتونو رول په اړه بحث وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو جګپوړی مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر په دې غونډه کې د هیواد استازیتوب کوي او تمه کیږي چې له ګاونډیو سره د سرحدي او امنیتي همکاریو په پیاوړتیا تمرکز وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button