ټرمپ: زه به له پوتین سره تر هغه وخته ونه ګورم تر څو چې زه ډاډه نه شم چې موږ د اوکراین په اړه یوه موافقه کولی شو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر هغه وخته ونه ګوري تر څو چې هغه ډاډه نه وي چې د اوکراین په جګړه کې یوه موافقه کېدای شي.
ټرمپ د شنبې په ماښام (د اکتوبر ۲۵مه) په قطر کې د العدید هوايي اډې څخه د الوتنې پر مهال خبریالانو ته وویل: “زه باید پوه شم چې موږ یوه موافقه کوو، زه به خپل وخت ضایع نه کړم.”
هغه زیاته کړه: “زه تل له ولادیمیر پوتین سره ښې اړیکې لرم، خو دا ډېره مایوسه کوونکې وه.”
د ټرمپ څرګندونې د هنګري په بوداپست کې له پوتین سره د پلان شوې غونډې له لغوه کېدو وروسته راغلې، چې هغه یې د “وخت ضایع کول” په توګه بیان کړې.
ټرمپ تېره اونۍ له پوتین سره په تلیفون خبرې وکړې او د لومړنۍ غونډې د امکان په اړه یې بحث وکړ، خو روسي چارواکو ټینګار کړی چې دوی په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سمدستي موافقې ته د رسېدو اراده نه لري.








