افغانستانراپور انځور

ویډیو پیکج: په مزار شریف کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ویش

د ژمي د سړې هوا په رارسیدو سره، په متحده ایالاتو کې میشت ځوان افغان خیرخواه سید صمیم صمیمي، ۱۰۰ بې وزلو، اړمنو او معلولو کورنیو ته درې ډوله خوراکي توکي لکه اوړه، وريجې او غوړي وویشل.

دا بشري مرسته په شفاف ډول او د دیني عالمانو، ځایي اوسیدونکو او رسنیو په شتون کې د یوې پخوانۍ سروې وروسته ترسره شوه.

د دې پروګرام چارواکو وویل چې د دې مرستې ویشلو موخه د مزار شریف په ښار کې د بې وزلو او معلولینو سره د مرستې کلتور ته وده ورکول دي.

په دې مراسمو کې ویناوالو او دیني عالمانو د دې خیریه عمل ستاینه وکړه، د داسې فعالیتونو په دوام یې ټینګار وکړ او د هیواد له خیریه موسسو او ملي سوداګرو یې وغوښتل چې د ښاغلي صمیمي د نوښت مثال تعقیب کړي او په خپله ټولنه کې له اړمنو سره مرسته وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button