افغانستان

د کورنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینزي سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او سیمې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او د همکارۍ او دوامداره اړیکو په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې اوسنی وضعیت وڅیړل شو او دواړو خواوو د نظرونو تبادله وکړه.

بریتانیا د ملګرو ملتونو له لارې د افغان کډوالو لپاره بشري مرستو او ملاتړ ته هم اشاره وکړه.

په پای کې، دواړو خواوو د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د همکارۍ او دوامداره اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button