په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ملګرو ملتونو د تاسیس او د ملګرو ملتونو د نړیوالې ورځې د ۸۰ کلیزې په مناسبت اعلان وکړ چې په افغانستان کې بشري بحران لاهم د نړۍ له خورا سختو بحرانونو څخه دی؛ د هیواد شاوخوا دوه پر دریمه برخه نفوس (له ۲۸ ملیون څخه ډیر خلک) په بیړنیو بشري مرستو پورې تړلي دي، او د تمویل کې چټک کمښت د مهمو اړتیاوو ته د ځواب ویلو او اړینو خدماتو ته د دوام ورکولو وړتیا په جدي توګه ګواښوي.
د یوناما په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ملګري ملتونه د لسیزو راهیسې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د سولې، بنسټ جوړونې، بشري مرستو، تعلیم، روغتیا، پاکو اوبو، د خوړو خوندیتوب او د بشري حقونو دفاع، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخو کې یې مهم رول لوبولی دی.
دا سازمان د خبرو اترو، اصولي ښکیلتیا او د هیواد د بیارغونې لپاره د هڅو ملاتړ هم کوي.
یوناما خبرداری ورکړی چې د ملیونونو کډوالو راستنیدل، د اقلیم بدلون، وچکالۍ، سیلابونو او د چاپیریال تخریب د خلکو زیان منونکي حالت نور هم خراب کړی او د خوړو خوندیتوب او معیشت یې له خطر سره مخ کړی دی.








