افغانستان
د لوړو زده کړو وزارت په غونډه کې د اسلامي امارت د رهبر پیغام: د علماوو ستاینه او په نظریاتي زده کړو ټینګار
د پنجشنبې په ورځ (۱ لړم ۱۴۰۴)، د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت په تالار کې د هیواد د تعلیمي نظام د پیاوړتیا په موخه په یوه ځانګړې غونډه کې د اسلامي امارت د رهبر هبت الله اخندزاده پیغام ولوست.
په دې پیغام کې ښوونځي، پوهنتونونه او ټولنه د نظام د اساسي اړتیاوو په توګه معرفي شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت د اعلامیې له مخې، د اسلامي امارت رهبر د هغو علماوو او استادانو د هڅو ستاینه وکړه چې د نصاب د اصلاح، د زده کونکو د روزنې او د تعلیمي نظام د پیاوړتیا په برخه کې یې همکاري کړې ده.
د علماوو په لوړ مقام هم ټینګار وشو، او د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه وشوه چې تل په تصمیم نیولو کې له دیني عالمانو سره مشوره وکړي او د مسلکي زده کړو سربیره، د زده کونکو نظریاتي، فکري او دیني زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.








