افغانستانویډیويي راپور
د مزار هوټل سوداګریز مرکز کې د اسعارو تبادلې او پیسو خدماتو شرکت رسمي پرانیستنه
د مزار شریف په ملي سوداګریز مرکز کې د اسعارو تبادلې او پیسو خدماتو شرکت په رسمي ډول پرانستل شو.
د شرکت د پرانیستې مراسم د مزار هوټل چارواکو، د اسعارو تبادلې شرکتونو استازو، سوداګرو او پانګوالو په شتون کې ترسره شول.
د مزار هوټل د چارواکو په وینا، اوس مهال په دې مرکز کې له ۸۰ څخه ډیر د اسعارو تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونه فعال دي.
د یادونې وړ ده چې دا اقدام به په مزار شریف کې د سوداګریزو فعالیتونو پیاوړتیا او د غوره مالي خدماتو وړاندې کولو کې مرسته وکړي.