د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د سیاسي کارپوهانو د درناوي مراسم: په ملي یووالي او د نظام د دفاع ټینګار
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سې شنبې په ورځ (د تله ۲۹مه) د سیاسي کارپوهانو د وستایلو لپاره مراسم ترسره کړل.
په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیر احمد حقاني، د خپرونو مرستیال وزیر مهاجر فراهي، د ځوانانو چارو مرستیال وزیر محمد یونس رشید، رئیسان او لسګونه سیاسي کارپوهان ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر په خپله وینا کې د کارپوهانو او رسنیو څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې افغان ملت په وروستیو پیښو کې په یووالي، پیوستون او ملي روحیه سره د نظام ملاتړ کړی او نړۍ ته یې ښودلې چې دا یو متحد او خپلواک ملت دی او د هر ډول تیري په وړاندې له خپلې خاورې څخه دفاع کوي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې اسلامي امارت د یو خپلواک او ځواکمن ملت په توګه د نړۍ له قدرتونو سره په خبرو اترو کې ښکیل شوی او په زړورتیا سره یې د ملت له مشروع حقونو څخه دفاع کړې ده.
هغه د امریکایي پلاوي سره د بندیانو د تبادلې بریالي مذاکرات د دې واک یوه روښانه بیلګه وګڼله.
د خپرونو مرستیال وزیر مهاجر فراهي هم ټینګار وکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تل د هغو سیاسي کارپوهانو او رسنیو بشپړ ملاتړ کوي چې اسلامي او افغاني ارزښتونه ساتي.
په مراسمو کې حاضرو کارپوهانو د ملي یووالي او د هیواد د خاورې د دفاع په ټینګار سره د تیري په وړاندې د اسلامي امارت مقاومت بې ساري وباله او خپلې غوښتنې او نظرونه یې د وزارت چارواکو ته وړاندې کړل.
دا مراسم د ملي یووالي د پیاوړتیا او د ملي اهدافو په پرمختګ کې د رسنیو او کارپوهانو د رول ملاتړ لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا څرګندوي.