د برتانیا حکومت د سې شنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د HTS ډله یې د “ترهګرو سازمانونو” له لیست څخه لرې کړې ده ترڅو “د سوریې له اوسني حکومت سره نږدې اړیکه ونیسي.”
ابو محمد الجولاني (اوس د احمد الشرع په نوم پیژندل کیږي)، د سوریې د اوسني حکومت ولسمشر، د بشار الاسد څخه د واک تر لاسه کولو دمخه د HTS مشر و.
دا ډله په ۲۰۱۷ کال کې د القاعدې د یوې څانګې په توګه د انګلستان د ترهګرو سازمانونو په لیست کې اضافه شوه.
د بهرنیو چارو وزارت او د کورنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې، د برتانیا حکومت وویل چې د ترهګرو له لیست څخه د HTS لرې کول د لندن د “کورني او بهرني لومړیتوبونو” سره سم دي او د سوریې له نوي حکومت سره به نږدې همکارۍ ته اجازه ورکړي.
پدې کې په سوریه کې د داعش ضد ماموریت ملاتړ کول، انګلستان ته د امنیتي ګواښونو کمول، او د اسد رژیم د کیمیاوي وسلو پروګرام له منځه وړلو کې مرسته کول شامل دي.