افغانستان

په ۲۱۵ عزم قول اردو کې ۵۰ هموي ټانکونه ترمیم شوي

د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د ۲۱۵ عزم قول اردو د ملاتړ کنډک ورکشاپ د تخنیکي او مسلکي پرسونل د هڅو په پایله کې، ۵۰ هموي ټانکونه ترمیم شوي او د کارولو لپاره چمتو شوي دي.

د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا پوځي وسایط به د اړینو ترمیمونو وروسته د هیواد د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې په سلګونو مختلف پوځي وسایط مخکې له دې د هیواد د دفاع لپاره ترمیم او چمتو شوي دي.

دا عمل د هیواد د امنیت د ډاډمن کولو لپاره د بیارغونې او د نظامي تجهیزاتو د غوره کارولو لپاره د دفاع وزارت ژمنتیا څرګندوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button