افغانستانراپور انځور
د مزار شریف او جلال آباد ښاروالیو ترمنځ د ښاري اړیکو په اړه غونډه په بلخ ولایت کې ترسره شوه
د مزار شریف او جلال آباد ښاروالیو ترمنځ د ښاري اړیکو د پیاوړتیا په موخه یوه ګډه غونډه د مزار شریف ښاروالۍ په مرکزي دفتر کې د ښاروالۍ چارو د همغږۍ عمومي ریاست استازي، د دواړو ښارونو د امارتي څانګو رییسانو او د بلخ ولایت د اوسیدونکو په شتون کې ترسره شوه.
د دې دواړو ښارونو د ښاروالیو د چارواکو په وینا، د دې غونډې اصلي موخه په مختلفو سکتورونو کې د هر اړخیزې همکارۍ پراخول، د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د ښاروالیو ترمنځ د ګډو پراختیایي پروژو پلي کول دي.