افغانستان

په لوګر کې د برېښنا درې پروژې پرانیستل شوې؛ ۲۰۰۰ کورنۍ له برېښنا سره وصل شوې

په لوګر ولایت کې د برېښنا درې پروژې بشپړې او پرانیستل شوې چې ټولټال ۲.۲ میګاواټه ظرفیت لري او ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت لري.

د چارواکو په وینا، په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۲ ټرانسفارمرونو په فعالولو سره ۲۰۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه ګټه پورته کړه.

د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر اعلان وکړ: “د لوګر په اتو کلیو کې ۲۰۰۰ کورنیو ته د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت برېښنا ورکړل شوې ده.”

هغه راتلونکي پنځه کاله د برېښنا تولید کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره خورا مهم وګڼل او د زرګونو میګاواټه برېښنا تولید او شبکو د پراختیا لپاره یې هڅې اعلان کړې، چې په صنعت او سوداګرۍ کې به لوی بدلون راولي.

برېښنا شرکت په هیواد کې د ۸۵۰ بریښنا پروژو د پلي کولو اعلان هم وکړ، چې سلګونه کلي به له شبکې سره وصل کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button