افغانستانسیمه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند د دوحې د خبرو اترو تر پایه پورې وغځول شو

د قطر سرچینو راپور ورکړی چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند د پاکستان په غوښتنه په دوحه کې د خبرو اترو تر پایه پورې غځول شوی دی.

ټاکل شوې ده چې خبرې اترې سبا (شنبه، د اکتوبر ۱۹، ۲۰۲۵) پیل شي.

د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د افغانستان یو پلاوی به سبا دوحې ته سفر وکړي.

له بلې خوا، د پاکستان یو پلاوی چې پکې د دفاع وزیر، د استخباراتو رییس او د پوځ مشر شامل دي، د اسلامي امارت سره د خبرو اترو لپاره دوحې ته رسیدلی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button