افغانستانویډیويي راپور
په مزار شریف کې د ړندو یا سپینې امسا د نړیوالې ورځې یادونه
د اکتوبر په ۱۵مه، د ړندو نړیواله ورځ (سپینه امسا) په مزار شریف کې د افغانستان د ړندو انسټیټیوټ لخوا د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو د رییس، معلولینو، د مزار شریف د یو شمیر اوسیدونکو او د ترکستان خصوصي پوهنتون د چارواکو په شتون سره ولمانځل شوه.
له بلې خوا، په دې پروګرام کې روڼ اندو د افغانستان د ړندو انسټیټیوټ لخوا د دې کنفرانس له تنظیم څخه خوښي څرګنده کړه او د دې ډلې لپاره د ستونزو د حل او د کارموندنې د فرصتونو په برابرولو کې یې د افغانستان د اسلامي امارت او خصوصي ادارو د چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.