افغانستانسیمه

سږ کال به له ایران او پاکستان څخه له ۲.۲ میلیونه څخه زیات افغان کډوال راستانه شي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د نوي راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۲ میلیونه څخه زیات افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي دي.

راپور ښیي چې د اپریل له پیل څخه د اکتوبر تر څلورمې پورې، ۱.۴ میلیونه خلک له ایران څخه او ۴۷۲۰۰۰ له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راستنیدو دا لویه څپه په سیمه کې د نفوسو د لویو خوځښتونو څخه ګڼل کیږي.

پاکستاني سرچینو اعلان کړی چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د تاوتریخوالي له وروستي زیاتوالي وروسته، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په وړاندې سختې پالیسۍ غوره کړې دي.

په دې اقدام کې جبري شړل او د استوګنې نوي محدودیتونه شامل دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دې لویې کچې راستنیدو د افغانستان په زیربناوو او ټولنیزو خدماتو باندې دروند فشار راوړی او د بیړني نړیوال ملاتړ اړتیا یې دوه چنده کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button