د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د چهارشنبې په ورځ (۲۳ تله ۱۴۰۴) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي ګیلس برټرنډ او د هغه ملګري پلاوي سره ولیدل.
دا غونډه چې په ارګ کې ترسره شوه، د اسلامي امارت په لاسته راوړنو او راتلونکو همکاریو متمرکزه وه.
ښاغلي ګیلس برټرنډ په دې غونډه کې وویل: “اسلامي امارت په مختلفو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري، چې غوره مثالونه یې د مخدره توکو د کښت، قاچاق، سوداګرۍ او مصرف مخنیوی او د ملي امنیت ډاډمن کول دي.”
د کډوالو د راستنیدو موضوع ته په اشارې سره، هغه زیاته کړه: “تمه کېده چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو راستنیدل به ډیرې ستونزې رامینځته کړي، خو اسلامي امارت وکولی شول چې دا موضوع په ښه توګه اداره کړي.”
ښاغلي حنفي د خپلې ښه راغلاست وینا په ترڅ کې د افغانانو او راستنیدونکو هیوادوالو سره د اروپایي اتحادیې د مرستو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ: “اسلامي امارت د راستنیدونکو هیوادوالو لپاره د خدماتو وړاندې کولو لپاره له ټولو شته امکاناتو څخه کار اخیستی دی.”