د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د کاروانونو یو کاروان څو ساعته وړاندې د غزې تړانګې سویلي ښار خان یونس ته ورسید ترڅو د حماس او اسراییلي رژیم ترمنځ د بندیانو د تبادلې شپږم پړاو څارنه وکړي.
د اوربند د تړون له مخې، د اسراییلي بندیانو په لومړي کاروان کې به له ۶ څخه تر ۸ پورې ژوندي بندیان شامل وي چې د حماس د پوځي څانګې (القسام بریګیډز) لخوا به وسپارل شي.