د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر رشید هلمندي له رسنیو سره په مرکه کې اعلان وکړ چې تېره شپه د دریو ساعتونو عملیاتو په ترڅ کې، افغان ځواکونو د دې ولایت د بهرامچه ولسوالۍ په شکیج، بي بي جاني او صالحان سیمو کې درې پاکستاني امنیتي پوستې ونیولې او ۱۵ پاکستاني سرتیري یې ووژل.
د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې، افغان ځواکونو پنځه کلاشینکوفونه، یوه فرعي ماشینداره، د شپې لید کیمره او د پاکستاني امنیتي ځواکونو د یوه غړي جسد ترلاسه کړ.
دا عملیات د ادعا شوي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستیو تاوتریخوالي په پایله کې ترسره شوي، او د رسمي چارواکو لخوا نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.