افغانستانویډیويي راپور
د فاریاب په اندخوی کې د ترکمن ژبې د ملي ورځې لمانځل
د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ترکمن ژبې د ملي ورځې د لمانځلو لپاره یوه غونډه جوړه شوه، چې ښوونکو، شاعرانو او د مختلفو ټولنیزو طبقو غړو پکې ګډون کړی و.
په مراسمو کې ګډونوالو د ترکمن ژبې لپاره د زیات ملاتړ غوښتنه وکړه او په ترکمن ژبو سیمو کې یې په دې ژبه کې د درسي کتابونو د پراخ چاپ او ویش اړتیا باندې ټینګار وکړ.