افغانستاننړۍ

جرمني په کابل کې له افغان چارواکو سره د افغان مجرمینو د شړلو لپاره خبرې اترې کوي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې د دې هېواد استازو تېره اونۍ په کابل کې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره ولیدل او د جرمي ریکارډ لرونکو افغان اتباعو د بیرته راګرځولو لپاره یې د منظمو الوتنو د پلي کولو په اړه بحث وکړ.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، دا خبرې اترې د لوړ پوړو چارواکو په کچه ترسره شوې چې موخه یې له جرمني څخه د مجرمینو او ګواښونکو افغانانو د شړلو پروسه تنظیم کول دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ د بیلډ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل: “د مجرمینو او ګواښونکو اشخاصو شړل باید په منظم ډول ترسره شي؛ له همدې امله، موږ اوس په کابل کې مستقیمې خبرې اترې کوو ترڅو دا پروسه دوامداره شي.”

دا خبرې اترې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې جرمني له اسلامي امارت سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نلري، او له دې ډلې سره اړیکه تل د جرمني په کورني سیاست کې یوه جنجالي موضوع وه.

له هغه وخته چې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ترلاسه کړ، جرمني، د قطر په همکارۍ، دوه ځله یو شمیر افغان اتباع شړلي دي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button