افغانستان

تېره اونۍ د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې ۹۷،۵۲۲ ټنه توکي لیږدول شوي

د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې تېره اونۍ (۴-۱۰ تله ۱۴۰۴) د هیواد د ریل پټلۍ له لارې ۹۷،۵۲۲ میټریک ټنه توکي لیږدول شوي.

په دې لیږدونو کې د حیرتان (۷۳،۸۲۵ ټنه)، آقینه (۲،۰۴۲ ټنه)، تورغونډۍ (۱۵،۰۶۷ ټنه) او خواف هرات (۶،۵۸۸ ټنه) بندرونو څخه تیل، غیر تیلي توکي او نور توکي شامل وو.

له دې مقدار څخه، ۳۲۷ ټنه د صادراتو لپاره ځانګړي شوي، چې په عمده توګه د وچو میوو او انارو جوس پکې شامل دي.

د فواید عامې وزارت ټینګار وکړ چې د ریل پټلۍ د ترانسپورت زیاتوالي د کار فرصتونه ډیر کړي، ملي عواید یې زیات کړي او د اقتصادي ثبات، پراختیا او ځان بسیاینې لپاره یې لاره هواره کړې ده.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، وزارت ژمن دی چې د سوداګرو لپاره مناسب شرایط چمتو کړي او د ریل پټلۍ له لارې د توکو د لیږد پروسه ګړندۍ کړي ترڅو ملي عاید زیات کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button