افغانستان
په نوي لیلام کې د پنجشیر ۷،۴۶۴ قیراط زمرد په ۱۰۶،۰۰۰ ډالرو وپلورل شو
په یوه نوي لیلام کې، د پنجشیر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۷،۴۶۴ قیراط زمرد په ۱۰۶،۰۰۰ ډالرو وپلورل شول.
دا لیلام د کانونو د څارنې کمیټې د پلاوي په شتون کې ترسره شو او په پنجشیر ولایت کې د قیمتي ډبرو د استخراج او پلور په پروسه کې د زیات شفافیت ښکارندویي کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سیمه ایزو چارواکو اعلان وکړ چې دا زمرد، چې لوړ کیفیت لري، په یوه سیالي لیلام کې کورنیو پانګوالو ته ورکړل شوي او د قاچاق مخنیوي او ملي عاید زیاتولو هڅو برخه ده.
د پنجشیر زمرد په نړۍ کې د دې ډبرې یو له نادر او قیمتي ډولونو څخه پیژندل کیږي، او کانونه یې د هندوکش په لوړو سیمو کې موقعیت لري.