افغانستاننړۍ

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان د مسلې له حل پرته نړیوال امنیت ناشونی دی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي غونډې په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان د مسلې له حل پرته نړیوال او سیمه ییز امنیت او دوامداره پرمختګ ناشونی دی.

میرضیایف ټینګار وکړ چې د سوله ایز او باثباته ژوند د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو د هیلو ملاتړ د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د انزوا مخنیوی خورا مهم دی او ازبکستان په هیواد کې د لویو اقتصادي او زیربنایي پروژو د پلي کولو اراده لري.

د ازبکستان ولسمشر وړاندیز وکړ: “موږ په افغانستان کې د لویو اقتصادي او زیربنایي پروژو د پلي کولو اراده لرو.

موږ د افغانستان د خاورې له لارې د نړیوال اهمیت لرونکي ټرانسپورټ او انرژۍ دهلیزونو د پراختیا په اړه په ملګرو ملتونو کې د ځانګړي پریکړه لیک د تصویب وړاندیز هم کوو.”

په ورته غونډه کې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم په خپله وینا کې وویل: تاجکستان په ګاونډي افغانستان کې د سولې او ثبات، جامع امنیت او ټولنیز-اقتصادي پرمختګ ملاتړ کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button