پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۱۴۳ ملیون ډالرو ته رسیدلی، چې د جولای په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا شمېره د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ خپره شوې ده.
د راپور له مخې، له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۵۰ سلنه زیات شوي، چې د جولای په میاشت کې له ۳۷ ملیون ډالرو څخه په اګست کې ۵۵ ملیون ډالرو ته رسیدلي دي.
په مقابل کې، افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۳ سلنه کم شوي، چې له ۱۰۲ ملیون ډالرو څخه ۸۸ ملیون ډالرو ته رسیدلي دي.
دا بدلونونه د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال په پیل کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو نسبي ثبات په ګوته کوي.