د اقتصاد وزیر د جاپان له مرستیال سفیر سره د نوي کابل د څښاک د اوبو د پروژې د بیا پیلولو په موخه وکتل
د اسلامي امارت د اقتصاد وزیر قاری دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له مرستیال سفیرې مائی کیو ایزاوا سره ولیدل.
د اقتصاد وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې دواړو لوریو د نوي کابل ښار لپاره د څښاک د اوبو رسولو پروژې په اړه بحث وکړ او ښاغلي حنیف د پروژې د کار د بیا پیلولو غوښتنه وکړه.
د جاپان مرستیال سفیر د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، د افغانستان خلکو ته د جاپان د بیړنیو مرستو ډاډ ورکړ.
هغه ژمنه هم وکړه چې د پروژې د بیا پیلولو په اړه به د اړوندو جاپاني ادارو سره خبرې وکړي.
د نوي کابل ښار د څښاک د اوبو رسولو پروژه په ۲۰۲۰ کال کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) په مالي ملاتړ سره د ۲۴ ملیون ډالرو په ارزښت پیل شوه او د UNOPS لخوا پلي کیده، خو د تیرو څلورو کلونو راهیسې د پخواني حکومت د سقوط او د نړیوالو مرستو د ځنډیدو له امله ځنډیدلې ده.