سیمه
مارکو روبیو په دوحه کې د قطر له امیر او لومړي وزیر سره وکتل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دوحه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد الثاني او لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره ولیدل.
روبیو په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې دا غونډه د متحده ایالاتو او قطر ترمنځ د دوامداره امنیتي ملګرتیا او د یوې خوندي او باثباته سیمې لپاره د دوی د ګډې ژمنې نښه وه.
هغه د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې د تړون او د بندیانو د خوشې کولو لپاره د قطر د هڅو ستاینه هم وکړه.
دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې امریکا په دوحه کې د اسراییلو د وروستي برید وروسته د قطر د امنیت او حاکمیت لپاره خپل بشپړ ملاتړ بیا تایید کړ او د غزې د اوربند په خبرو اترو کې یې د قطر پر رول ټینګار وکړ.