د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې افغانستان، کولمبیا، برما (میانمار)، بولیویا او وینزویلا تیر کال د مخدره توکو په وړاندې مبارزه کې “په څرګنده توګه” ناکام شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د واشنګټن له نظره، دغو هیوادونو په تیرو دولسو میاشتو کې د مخدره توکو په وړاندې مبارزه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته غاړه نه ده ایښې.
دا پریکړه کولی شي د متحده ایالاتو بودیجه او دې هیوادونو ته مرستې اغیزمنې کړي او دوی د هغو هیوادونو په لیست کې اضافه کړي چې د مخدره توکو ضد تړونونو پلي کولو کې د پام وړ پاتې راغلي دي.
برعکس، اسلامي امارت په مکرر ډول ټینګار کړی چې په دې هیواد کې د مخدره توکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی او د له منځه وړلو لپاره یې جدي هڅې شوي دي.
د ټرمپ دا ادعا په داسې حال کې راځي چې د بندیانو د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي پرون کابل ته سفر وکړ.