د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمیسیون د هغو پانګوالو لپاره پنځه کلن مالیه معافیت تصویب کړ چې په هیواد کې د سړو خونو په جوړولو کې کار کوي.
دا پریکړه د معیاري سړو خونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې هڅولو په هدف شوې ترڅو د کرنیزو محصولاتو ضایع کیدو مخه ونیول شي او بزګران وکولی شي خپل محصولات په ښه قیمت بازار ته وړاندې کړي.
د معیاري سړو خونو د تاسیساتو نشتوالی، د ګاونډیو هیوادونو موسمي تعرفې، او د سوداګرۍ محدودیتونه د هغو ننګونو څخه دي چې بزګرانو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
همدارنګه، غونډې د غزني ولایت په مرکز کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ځمکو کې د سړو خونو د تاسیساتو او فابریکې د جوړولو پلان تصویب کړ.
دا اقدام د کرنې سکتور د پراختیا او د هیواد د بزګرانو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي.