افغانستانویډیويي راپور
په مزار شریف کې د “غمزه ملکوټ” دوهم نړیوال شعري جشن ترسره شو
په مزار شریف کې د مولانا کور تعلیمي، روزنیز او ادبي مرکز د “غمزه ملکوټ” دوهم نړیوال شعري جشن کوربه توب وکړ.
دا جشن د حضرت محمد مصطفی (ص) او امام جعفر صادق (ع) د ولادت د ۱۵۰۰ کلیزې په مناسبت د شاعرانو، لیکوالانو، کلتوري شخصیتونو او د مزار شریف د مختلفو شیعه او سني شالید لرونکو اوسیدونکو په شتون سره ترسره شو.
د دې روحاني جشن چارواکو وویل چې د دې پروګرام موخه د شعر او ادب له لارې د یووالي او خواخوږۍ هڅول وو.
دې جشن شاعرانو او لیکوالانو ته فرصت برابر کړ چې د خپلو شعرونو له لارې ټولو ته د سولې او دوستۍ پیغام ورسوي.