نړۍ

چارلي کرک، چې د ټرمپ یو مشهور ملاتړی و، د یوتا په پوهنتون کې په ډزو ووژل شو

د یوتا پوهنتون پولیسو وویل چې د یوې غونډې په جریان کې ډزې وشوې چې پکې د چارلي کرک، چې یو محافظه کار سیاسي فعال او د زده کونکو ډلې ټرننګ پواینټ USA بنسټ ایښودونکی و، ګډون کړی و.

کرک، چې د سیاسي مبصر او د ډونالډ ټرمپ د کلک ملاتړي په توګه پیژندل کیده، په دې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

چارلي کرک، چې په ټولنیز شبکه ایکس کې له 5.2 ملیون څخه ډیر پیروان او په ټیک ټاک کې 7.3 ملیون پیروان لري، په امریکا کې د محافظه کار ځوانانو ترمنځ یو اغیزمن شخصیت و.

د پیښې په ځواب کې، ډونالډ ټرمپ په خپل شخصي پاڼه کې ولیکل: “لوی او حتی افسانوي چارلي کرک مړ شو؛ هغه د ځوان نسل روح او زړه د هر چا په پرتله ښه پوهیده او د ټولو لخوا مینه او ستاینه کیده.”

د ټرمپ په امر، په سپینه ماڼۍ او فدرالي ودانیو کې بیرغونه به تر یکشنبې پورې نیم ځوړند وي.

د یوتا پوهنتون چارواکي او د متحده ایالاتو پولیس د ډزو د جزیاتو په اړه پلټنه کوي، او د پیښې د انګېزې یا لامل په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevi

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button