د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو ۲۴مه کلیزه: د سیاسي کړکیچونو په سیوري کې یادونه
پنجشنبه (د سپتمبر ۱۱مه، ۲۰۲۵) په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو ۲۴مه کلیزه لمانځي؛ هغه پیښه چې پکې د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعدې ډلې لخوا څو مسافر وړونکې الوتکې وتښتول شوې او په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز برجونو، په واشنګټن کې د پنټاګون او په پنسلوانیا کې په یوه فارم کې وغورځول شوې، چې نږدې ۳۰۰۰ کسان یې ووژل.
له ناورین څخه دوه اونۍ وروسته، د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) د بریدونو مسؤلیت د القاعده په غاړه واخیست.
هغه بریدونه چې نړۍ یې د تل لپاره بدله کړه، په افغانستان کې د امریکا د جګړې پیل او په هغه وخت کې د اسلامي امارت د حکومت د سقوط لامل شول.
په افغانستان کې د امریکایي او متحدینو د ځواکونو له نږدې دوو لسیزو شتون وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې د دغو ځواکونو بشپړ وتل د لویدیځ ملاتړي حکومت (جمهوریت) د سقوط او د اسلامي امارت د واک ته د بیرته راستنیدو لامل شو.