افغانستان
په لوګر ولایت کې ۱۲۵ راستنیدونکو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ویش
د لوګر ولایت د طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست ۱۲۵ هغو کورنیو ته چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي خوراکي او غیر خوراکي مرستې ویشلي دي.
دا مرسته د ارزونې ترسره کولو او د دوی د اړتیاوو پیژندلو وروسته دغو کورنیو ته ورکړل شوه.
دا اقدام د لوګر ولایت کې د راستنیدونکو ملاتړ او د دوی د ژوند شرایطو ښه کولو لپاره ترسره شو.
سیمه ایزو چارواکو د راستنیدونکو ملاتړ لپاره د دوامداره هڅو ټینګار وکړ.