د آسټرالیا حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې قربانیانو سره د مرستې لپاره یې یو ملیون ډالر (شاوخوا ۶۷۰،۰۰۰ امریکایي ډالر) ځانګړي کړي دي.
دا مرسته به د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) لخوا اداره کیږي، د کنړ، ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشیر ولایتونو زلزله ځپلو ته ورکړل شي.
د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا مرستې به د سرپناه، خوړو، څښاک اوبو او روغتیایی خدماتو په څیر د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکارول شي.
د ۱۴۰۴ کال د وږی د ۹مې په ماښام د ۶.۰ شدت زلزلې تر اوسه پورې ۱۴۵۷ کسان وژلي، ۳۳۹۴ یې ټپیان کړي او ۶۷۸۲ کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې دا مرسته د بشري بحرانونو په وړاندې د خلکو د ملاتړ لپاره د هیواد د ژمنې یوه برخه ده.
دا اقدام د نورو هیوادونو لکه قطر، ایران، هند، پاکستان او اروپايي اتحادیې د مرستې سره یوځای ترسره کیږي ترڅو د زلزلې قربانیانو کړاوونه کم کړي.