سیمه
د دمشق هوايي ډګر ته نږدې لویه چاودنه؛ د اسراییلو د هوايي برید احتمال
خبري سرچینو د سوریې د پلازمینې په سوېل کې د دمشق نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د یوې لویې چاودنې راپور ورکړی.
د الجزیرې په وینا، چاودنه د هوايي ډګر په څنډه کې په یوه پخوانۍ پوځي اډه کې وشوه.
د سوریې لومړني سرچینو په سیمه کې د اسراییلو د هوايي برید احتمال راپورته کړی، پداسې حال کې چې د سوریې د الاخباریه شبکې ادعا کړې چې چاودنه د جنګي مهماتو د پاتې شونو له امله شوې ده.
د چاودنې له ځای څخه د لوګي ستنې پورته شوې او د احتمالي تلفاتو یا زیان په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.
دا پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې د سوریې سویلي ولایتونه د بشار الاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته د مختلفو ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي او ویشل شویو نښتو شاهدان دي، او د چاودنې د دقیق لامل د روښانه کولو لپاره تحقیقات روان دي.