ټرمپ: په کارابین کې د مخدره توکو پر کښتۍ د امریکا د پوځ برید ۱۱ کسان ووژل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د هیواد پوځ د سې شنبې په ورځ (۱۱ وږی ۱۴۰۴) د کارابین سمندر په نړیوالو اوبو کې د عملیاتو په جریان کې له وینزویلا څخه متحده ایالاتو ته د مخدره توکو یوه کښتۍ په نښه کړه.
دا عملیات، چې ټرمپ وویل د “ټران ډی اراګوا” ډلې د غړو په وړاندې ترسره شوي، په پایله کې یې ۱۱ کسان ووژل شول.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: “یوازې څو دقیقې وړاندې، موږ د مخدره توکو یوه کښتۍ ویجاړه کړه؛ دا کښتۍ په لویه کچه مخدره توکي لیږدول او دا له وینزویلا څخه راغلې وه.”
هغه وروسته د برید ویډیو په ټولنیز شبکه Truth Social کې خپره کړه، چې په سمندر کې د تیز رفتار کښتۍ چاودنه ښیې، او ټینګار یې وکړ: “دا برید د هر هغه چا لپاره یو خبرداری دی چې غواړي متحده ایالاتو ته مخدره توکي قاچاق کړي.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دا عملیات د “مخدره توکو ترهګرې” ډلې په وړاندې د “وژونکي برید” په توګه بیان کړل او ویې ویل چې کښتۍ احتمالاً ټرینیډاد یا نورو کارابین هیوادونو ته روانه وه.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevi