افغانستان

د افغانستان د اسلامي امارت په ادارو کې نوې ګمارنې

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ په یو شمېر دولتي او نظامي ادارو کې نوې ګمارنې اعلان کړې.

د دې حکم پر بنسټ، د لغمان پخوانی والي شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور وزیر، د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر ملا خیرالله خیرخواه د میدان وردګو والي او د میدان وردګو پخوانی والي قاري محمد بختیار معاذ د لغمان والي وټاکل شول.

همدارنګه، ملا محمد حافظ مجاهد د فراه د والي په توګه، مولوي غوث الدین رهبر د ۳۱۳ قول اردو د مرستیال په توګه، قاري محمد نسیم عزت د جوزجان والی د مرستیال په توګه، حاجي شیرعلي جندالله د پکتیا د پولیسو د قوماندان په توګه، ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې پلې لوا د قوماندان په توګه، مولوي نورالدین د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پلې لوا د قوماندان په توګه او مولوي محمد عمر مخلص د کابل د دریمې امنیتي حوزې د مشر په توګه وټاکل شول.

دا بدلونونه د اسلامي امارت د څانګو د مدیریت او موثریت د ښه والي لپاره شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button