د برتانیا د بهرنیو چارو، مشترک المنافع او پراختیا وزیر ډېوېډ لامي د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت د مرګونې زلزلې د قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره یې د خپل هیواد پر ژمنې ټینګار وکړ.
هغه په خپل رسمي ایکس ټولنیزو رسنیو پاڼه کې ولیکل: “د افغانستان په کونړ ولایت کې د زلزلې خبر ژور خواشینونکی دی.”
برطانیا د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن ده او دا بیړنۍ مرسته به زموږ شریکانو ته دا توان ورکړي چې د دې ناورین څخه اغیزمنو شویو کسانو ته حیاتي روغتیایی خدمات او بیړني توکي چمتو کړي.”
د راپورونو له مخې، برتانیا د کونړ د زلزله ځپلو لپاره یو ملیون پونډه (۱.۳۵ ملیون ډالر) بیړنۍ مرسته ځانګړې کړې ده، چې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) او د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) له لارې به وویشل شي.
په دې مرسته کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه، بیړني روغتیايي کټونه، طبي کڅوړې او د بې ځایه شویو کورنیو لپاره سرپناه شامله ده.