افغانستان

په شفاف لیلام کې د پنجشیر له ۶،۴۸۵ قیراط څخه زیات زمرد په ۱۰۷،۵۵۹ ډالرو وپلورل شول

د پنجشیر د ولایتي حکومت ویاند سیف الدین لیټون اعلان وکړ چې د ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۶،۴۸۵ قیراط زمرد د یوې شفافې لیلام له لارې کورنیو افغان سوداګرو ته په ۱۰۷،۵۵۹ ډالرو وپلورل شول.

دا لیلام د سیمه ییزو چارواکو، د پنجشیر د کانونو د څارنې کمیټې استازو او د قیمتي ډبرو سوداګرو په شتون کې ترسره شو.

د لیټون په وینا، دا اقدام د سیمه ییز اقتصاد د پیاوړتیا او د طبیعي سرچینو څخه د ملي عوایدو د زیاتوالي لپاره شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د پنجشیر د زمردونو د استخراج او پلور پروسه په بشپړ شفافیت او د قاچاق او غیرقانوني استخراج د مخنیوي په هدف دوام لري.

په دې وروستیو اونیو کې د پنجشیر د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه دا اندازه زمرد استخراج شوي دي.

ځايي چارواکو ټینګار وکړ چې د منظم لیلامونو له لارې د پنجشیر زمردو پلورلو د ځایی اوسیدونکو لپاره د کار فرصتونه رامینځته کړي او د کورنیو او بهرنیو پانګونو په راجلبولو کې یې مرسته کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button