د هیواد د کرکټ ملي لوبډله به د درې اړخیزه کرکټ سیالیو د یوې برخې په توګه د دوشنبې په ورځ (۱۰ وږی ۱۴۰۴) د ټورنمنټ کوربه هیواد متحده عربي اماراتو سره خپله دوهمه لوبه وکړي.
د هیواد د کرکټ بورډ په وینا، دا لوبه به د کابل په وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې د شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
د هیواد د کرکټ ملي لوبډله، چې په دې ټورنمنټ کې د متحده عربي اماراتو او پاکستان لوبډلو سره سیالي کوي، د سې شنبې په ورځ (۱۱ وږی ۱۴۰۴) په خپله دریمه لوبه کې به د پاکستان د ملي لوبډلې سره مخ شي.
دا ټورنمنټ د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د هیواد د ملي کرکټ ټیم د چمتووالي پروګرام یوه برخه ده او تمه کیږي چې د مینه والو لخوا به یې په پراخه کچه هرکلی وشي.