افغانستان
ننګرهار د کونړ زلزله ځپلو ته بیړنۍ مرستې لیږي
د ننګرهار ولایتي ادارې د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د ننګرهار د مرستیال والي عزیزالله مصطفی په لارښوونه، د تېرې شپې (۹ وږی ۱۴۰۴) د کونړ ولایت د مرګونې زلزلې د قربانیانو لپاره اړین درمل د چورلکې په واسطه ولایت ته لیږدول شوي دي.
دا اقدام د زلزلې ځپلو د وضعیت د بیړني حل لپاره شوی، چې تر اوسه پورې یې په نورګل، سکي، وټه پور، ماڼوګي او چپرهار ولسوالیو کې ۲۵۰ کسان مړه او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار چارواکو ټینګار وکړ چې د قربانیانو سره د مرستې هڅې روانې دي او د نورو مرستو د لیږلو لپاره اړین همغږي روانه ده.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/25194