د ټرمپ د بودیجې کمولو له امله د امریکا غږ ۵۳۲ خبریالان له دندو ګوښه شول
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت لخوا تمویل شوي رسنیو کې د تمویل او کارمندانو کمولو امر وروسته، د امریکا غږ ۵۳۲ خبریالانو د ګوښه کولو لیکونه ترلاسه کړي دي.
د شبکې اجرایوي رییس، کیري لیک، وویل چې شاوخوا ۱۰۰ کارمندان به په خپلو دندو پاتې شي.
د VOA د اتحادیې مشرې، پاولا هیکي چې د کارمندانو استازیتوب کوي، دا اقدام غیرقانوني وباله، ویې ویل، “دا ګوښه کول د فدرالي کارمندانو او د قانون حاکمیت لپاره ښکاره بې احترامي ده.”
هغې زیاته کړه چې اتحادیه به د دې پریکړې په وړاندې د کارمندانو د حقونو د دفاع لپاره قانوني اقدام وکړي.
د ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د مارچ د ۱۵مې اجرایوي فرمان، د VOA، راډیو لیبرټي، راډیو آسیا او راډیو مارټي (کوم چې په کیوبا کې د هسپانوي ژبې خبرونه خپروي) په څیر رسنیو کې د بودیجې او کارمندانو کمښت په نښه کړ.
دې پریکړې د مطبوعاتو د آزادۍ سازمانونو لخوا پراخه نیوکه راپارولې ده، چې دا د خپلواکو رسنیو او په ټوله نړۍ کې د ډیموکراسۍ په وده کې د متحده ایالاتو رول ته د ګواښ په توګه ګوري.