د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې د هیواد د وضعیت په اړه خپله درې میاشتنۍ عامه غونډه وکړي.
د خپلواک تحلیلي سازمان “امنیت شورا راپور” له مخې، تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشره، روزا اوتونبایوا به د مدني ټولنې استازې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر وولکر ترک سره یوځای په دې غونډه کې راپور ورکړي.
دا غونډه به د اوتونبایوا لپاره وروستی فرصت وي چې د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې د هغې د ماموریت له پای ته رسیدو دمخه امنیت شورا ته راپور ورکړي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د عامه غونډې وروسته تړلې مشورې هم پلان شوي ترڅو د افغانستان پورې اړوند مسلې په ژوره توګه وڅیړل شي.