افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پیښو د مخنیوي لپاره بیړنۍ غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د لوی درستیز د دفتر د عمومي رییس مولوي زین الله عابر په مشرۍ یوه بیړنۍ غونډه وکړه ترڅو د ترافیکي پیښو څیړنه او مخنیوی وشي.

په دې غونډه کې د امنیتي چارو د لوی رییس مرستیال تورن جنرال مولوي عطاءالله انوري، د کابل ولایت د پولیسو مشر تورن جنرال ملا ولي جان حمزه، د وزارت سکرتر جنرال مولوي عبدالرحیم ثاقب، د ترافیکو د عمومي ریاست مشر انجنیر سید رحیم جاهد او د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال علمي او مسلکي مرستیال مولوي شمس الدین ابو منصور ګډون کړی وو.

ګډونوالو د داسې پیښو د بیا تکرار مخنیوي لپاره حل لارې وړاندې کړې او د عامه امنیت پولیسو او ترافیک پولیسو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ اړتیا باندې یې ټینګار وکړ.

همدارنګه پریکړه وشوه چې د امنیتي چارو د لوړ پوړي مرستیال سره په همغږۍ کې، هغه مسافر وړونکي موټرونه چې د ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي ودرول شي او د کابل ولایت د پولیسو قوماندانۍ به د دې پیښو د عاملینو د نیولو لپاره اړین اقدامات وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button