افغانستان

په کابل کې د سترګو د موتیا د جراحي پنځه ورځنی وړیا پروګرام پیل شو

د البصر نړیوال خیریه بنسټ، د افغان سرې میاشتې په همکارۍ او د پاچا سلمان خیریه مرکز په مالي ملاتړ، د کابل سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د سترګو د موتیا د ناروغانو د وړیا جراحي او درملنې لپاره پنځه ورځنی پروګرام پیل کړ.

د پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، د افغان سرې میاشتې عمومي رییس شهاب الدین دلاور دا د اړمنو خلکو د خدمت په لور یو ارزښتناک ګام وباله او اعلان یې وکړ چې په دې پروژه کې به ۴۰۰ ناروغان د معاینې، درملنې، جراحي او طبي عینکو له خدماتو څخه ګټه پورته کړي.

هغه زیاته کړه چې ډیر ژر به په ننګرهار کې ۴۰۰ ناروغان او په کندهار کې ۴۰۰ نور ناروغان هم له دې خدماتو څخه ګټه پورته کړي.

دلاور په نږدې راتلونکي کې د زړه د نیمګړتیاوو ناروغانو د درملنې لپاره د بشپړ مجهز روغتون د جوړولو پلانونه هم اعلان کړل او ژمنه یې وکړه چې په ټول هیواد کې به د سرې میاشتې روغتیایی خدمات پراخ کړي.

د البصر بنسټ استازي وویل چې دا بنسټ له ۲۰۲۳ کال راهیسې په افغانستان کې د سترګو د ناروغیو د درملنې په برخه کې د افغان سرې میاشتې په همکارۍ او د پاچا سلمان خیریه مرکز په ملاتړ کار کوي او د دې خدماتو د لا پراختیا لپاره ژمن دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button