افغانستان

په بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپیان شوي دي

د بغلان ولایت د پولیسو قوماندانۍ اعلان وکړ چې د دوشي ولسوالۍ په لویه لاره کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.

دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، د زمرۍ ۳۰ مه، ۱۴۰۴) د دوشي ولسوالۍ د “سنګ سالخ” ښوونځي په سیمه کې رامنځته شوه.

د راپور له مخې، د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس چې له پلخمري څخه کابل ته روان و، له بل موټر سره ټکر وکړ.

د چارواکو په وینا، په پېښه کې د دواړو موټرو سپرلۍ ټپیان شوي او ټپیان د ژغورنې ټیمونو لخوا روغتیايي مرکزونو ته لیږدول شوي، او د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button